--------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
گرانو هیواد والو!
تاسو شه پوهیژی، چی زه دلند کروزر لـه قوم، د دالر او کلـدار له گوند ، د روبـل او
تـومان له تنظیم، د یـورو او پونـد له تبر، د درهم او ین له نژاد ، دسیاسی سوداگرانو له قبیلی،
د دوکه مارانـوله شونځی، د درواغجنانو له لاری، د متعصیبینو له دلی او د شاهـی مانـی دسیمی
له اوسیـدونکو ځخه نه یم نو راځـی نراو شځه، هلـک او انـجلی، زور او ځـوان، بی وزله او
شتمن، پشتـون او تـاجک، ازبک او هزاره، ترکمن او ایماق، پـشییاو نورستانی، سنی او شیعه،
هندو او مسلمان د ځان او هیواد په ژغور لوکی له مـاسره مـرستـه وکـری. وراندیزونه
د مـرستیالانو د تاکلو او د تگلاری په هکله
-------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
----------------------------------------------------------
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاكنوته د كانديد
ښاغلي ډاكټر رمضان بشردوست لنډه پېژندنه
ښاغلى رمضان بشر دوست د محمد علي زوى دى او په (۱۳۴۰) لمريز كال يې د غزني ولايت د قره باغ په ولسوالۍ كې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.
ښاغلي بشردوست خپلې لومړنۍ او منځنۍ زدكړې د غزني ولايت د قره باغ او مقر په ولسواليو كې او همدارنګه د فارياب ولايت د ميمنې په ښار كې پاى ته رسولې دي.
د (۱۳۵۷) كال د مرغومۍ د اوومې نېټې له كودتا څخه وروسته د ايران هېواد ته مهاجرشو، چې د ليسې له فراغت څخه وروسته يې د پاكستان هېواد ته هجرت وكړ.
ډاكټر بشردوست په (۱۳۶۰) كال د پاكستان هېواد فرانسې ته د هجرت په نيت پرېښود او په فرانسه كې يې د سياسي پناه غوښتنه وكړه خو هېڅ كله يې هم د فرانسې د تابعيت غوښتنه ونكړه.
بشردوست په (۱۳۶۱) كال د فرانسې د دېژن په ښار كې په كار او د نوموړي ښار د ادبياتو په پوهنځي كې د ژبې په زدكړه پيل وكړ.
په (۱۳۶۳) كال كې يې د (فرانسوي ژبې عملي لومړۍ درجه تصديق پاڼه) د دېژن ښار له پوهنتون څخه تر لاسه كړه. (لومړى درجه سند)
په (۱۳۶۴) كال كې وروسته د آزموينې په وركولو څخه د ګرونوبل د ښار د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته بريالى شواو له (۱۳۶۸) كال كې يې د حقوقو او سياسي علومو ماسټري تر لاسه كړه.
(دوهم سند)
په (۱۳۶۹) كال كې يې د ژان موني په پوهنتون كې د ديپلوماسۍ په څانګه كې خپلو زدكړو ته دوام وركړ او د(عالي تخصصي زدكړو) (له ماستر څخه لوړ) ديپلوم په ترلاسه كولو بريالى شو. (درېيم سند)
او خپل مونوګراف يې په شمالي افريقا كې د ديپلوماسۍ او جنګ په هكله وليكه.
په كال (۱۳۷۱) كې يې د (ټولوز پوهنتون) د سياسي علومو په برخه كې نوم وليكه او د (ژورې څېړنې د زدكړو) ديپلوم يې تر لاسه كړ. (څلورم سند)
او خپل مونوګراف يې د روسانو په واسطه د افغانستان د اشغال په وخت كې د نړيوال سازمان د رول په اړه وليكه.
او په (۱۳۷۲) كال كې يې په افغانستان كې د جنګ او ديپلوماسۍ په اړه د دوكتورا تېزس ليكل پيل كړل.
ښاغلي بشردوست په (۱۳۷۴) كال كې د ټولوز له پوهنتون څخه د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه د دوكتورا په اخيستلو بريالى شو. (پنځم سند) د نوموړي تېزس ۱۱۵۰ مخه دى چې په ځانګړي ډول يې په افغانستان كې د جګړې په وخت كې د امريكا، روسيې، پاكستان او ايران ديپلوماسي څېړلې ده.
بشردوست په كال ۱۳۶۸ د اكسفورډ (O,I,S,E)
د انګليسي ژبې له اكادمۍ څخه سند تر لاسه كړ. (شپږم سند)
او په كال ۱۳۶۹ يې د برايټون (G,E,O,S) دانګليسي ژبې له اكادمۍ څخه د انګليسي ژبې تصديق پاڼه تر لاسه كړه. (اووم سند)
ښاغلي بشردوست له كال ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۲ پورې د پاريس په پوهنتونونو كې د حقوقو، سياسي علومو، او ديپلوماسۍ په تدريس كې د همكار استاد په توګه دنده درلوده. او همدارنګه د پاريس له دارالوكالو سره يې همكاري كوله. بشردوست په ۱۳۸۱ كال كې د څو مياشتو لپاره په پاريس كې د افغانستان د سفارت درېيم سكرټر پاتې شو. خو په نوموړي هېواد كې يې د افغانستان له سفير سره د كلكو اختلافاتو په رامنځ ته كېدو له امله چې سفير غوښتل سفارت په يوه كورني سفارت بدل كړي، او بل دا چې د سفير د ډېرو لويو لګښتونو له امله بيت المال خوړل كېدو له دندې څخه ګوښه شو، او د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت په غوښتنه چې د ستراتيژيكو مطالعاتو مركز جوړ كړي هېواد ته راوغوښتل شو او بيا وروسته له يوې مودې د بې سرنويشته او او اداري ميرزاقلمۍ څخه د نړيوالو سازمانو او نړيوالو كنفرانسونو د څانګې د مرستيال په توګه او وروسته بيا د لوديځې اروپا هېوادونو د سياسي ديپارتمنت د مدير په توګه د بهرنيو چارو په وزارت كې وټاكل شو.
په ۲۰۰۴ يا ۱۳۸۳ كال د مارچ په ۸ مه چې د ښځې له نړيوالې ورځې سره سمون خوري د ښاغلي كرزي په حكومت كې د پلان د وزير په توګه وټاكل شو. او د ۲۰۰۴ كال د ډېسمبر د مياشتې په ۲۴ مه نېټه يې د۲۳۶۵ انجوګانوله جملې څخه د ۱۹۳۵ انجوګانو د منحل كېدو هوډ د افغانستان خلكو ته اعلان وكړ چې داهوډ د ټولو دولتي او غير دولتي ادارو او دستګاوو له شديد مخالفت او غبرګون سره مخ شو. د ۲۰۰۴ كال د ډېسمبر په ۲۵ مه نېټه چې د كرېسمېس له ورځې سره برابره ده خپله استعفاء د پلان له وزارت څخه اعلان كړه، او له ۱۳۸۳ كال څخه يې د البېروني پوهنتون د حقوقو او شرعياتو په پوهنځي كې د سياسي او حقوقي علومو تدريس پيل كړ او په ۱۳۸۴ كال د ملت د استازي په توګه په پالمان كې وټاكل شو او تر نن ورځې د ملت د استازي په توګه او په پوهنتون كې د افتخاري استاد په توګه د خپل ملت په چوپړ كې دى
-----------------------------------------------------------------------------------
--------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
مرسته
زموږ یو وطنوال چی خپلي کورني سره په امریکا کي ژوند کوي د آریانا تلویزیون یو رپوټ لیدلي
و چي په هغه کي دکابل د خلک بیوزلي او وراني ښودل. زموږ دا وطنوال دیر غمجن او پریشان
شوي وو او د خپلی کورني د پلار په لاس کي 250 ډالره(15000 افغاني) رالیږلی وو چي د
دغو بي کوره او بیوزلو خلکو سره مرسته وشي. ددغه کورني پلار دملت خیمي ته راغي او دا 250
دالره یی ماته راکړ تر څو زه دا روپی مستحقو خلکو ته ورسوم. دا سري په دیره عاجزي او شرمندگي
سره څو څو ځلي له ما څخه بښنه وغوښت او خپله همدا خبره یي تکراره وله چي دا روپي دیر لږ دي
خو ما څو ځل داخبره تکرار کړ چي نه داسي نه ده.
زه باید تاسو ته ووایم چي په افغانستان کي 250 ډالره ډیری پیسي دي ځکه چي په هغي سره کولي
شو2500 وچه دودي واخلو او هغو وطنوالوته چي د اخیستو توان نلري ورکړو. په 250 ډالره کولي
شو چي 3750 بیک قلمونه یا 1500 پنځوس پاني کتابچي واخلو او محرومو زده کونکو ته یي
ورکړو. له وطنوالو سره په بیلا بیلو وختونوکي او څو څو ځلی یي له ما څخه پوشتني کړي دي چي له
تاسو سره او ستاسو له لاري د افغانستان د بیوزلو خلکو سره څرنگه کولي شو چي مرسته وکړو؟
ما ژمنه کړي وه چی زه به یو بانکي حساب خلاص کړم او هغه بانکي حساب به ستاسو په واک کي وي.
دادي زما بانکي حساب او تاسو کولي شي چي ددغي بانکي حساب له لاري د خپلي بي وزلو خلکو سره
مرسته وکري. دا خبره زه په داگه تاسوته ویلي شم چی ستاسو رالیږل شوي روپي به هرو مرو نوموري
خلکوته رسوم.د مهرباني له مخي د ایمیل یا تلیفون له لاري د کومک او مرستي اندازه او د لگښت د ډول
څخه یي ماته خبر راکري.
د ټولو نه مخکي ستاسو له باور او همکاري څخه ډیره مننه کوم.
په درناوي
ډاکتر رمضان بشردوست
For USD
Beneficiary: Ramazan Bashar Doost
Account number: 0505 701 000 4616 18 AFN
Account with: Afghanistan International Bank (AIB)
SWIFT CODE: AFIBAFKA
International Bank: Commerz Bank
SWIFT CODE: COBADEFFXXX
Account no: 400870105400USD
--------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
برگشت به بالا Back to top
برگشت به صفحه نخست my blog